خداے خو به دې معاف کړي خو د خلقو نه به چرته ځې
عبدالرحیم روغانى بابا
خداے خو به دې معاف کړي خو د خلقو نه به چرته ځې
عبدالرحیم روغانى بابا
فطرت، له خپله سکونته ګوری
ښکته ناست بره ناست ته ګوری بره
بره ناست ښکته ناست ته ښکته ګوری
(ارواښاد روغانې بابا)
فطرت، له خپله سکونته ګوری
ښکته ناست بره ناست ته ګوری بره
بره ناست ښکته ناست ته ښکته ګوری
(ارواښاد روغانې بابا)
ما ته د اس د زين ښائست د رنګ ښائست مه وایه
دا راته وایه چې مضبوط څومره دے چاق څومره دے
تش شجاعت د اولس نه دے یو معیار د عظمت
بلکه دا هم دے چې په دوي کې اتفاق څومره دے
عبدالرحیم روغانے بابا
ما ته د اس د زين ښائست د رنګ ښائست مه وایه
دا راته وایه چې مضبوط څومره دے چاق څومره دے
تش شجاعت د اولس نه دے یو معیار د عظمت
بلکه دا هم دے چې په دوي کې اتفاق څومره دے
عبدالرحیم روغانے بابا
د جامو د لاندې هر سړے لغړ دے
روغانے بابا
د جامو د لاندې هر سړے لغړ دے
روغانے بابا
ځي نن میکدې ته د جومات په بهانه
چل یې وي دیدن ته مرشد هسې بهانه شي
وکړي ملاقات د ملاقات په بهانه
خپله دینداري لکه دانه په دام کې کیږدي
وخوري هندوستان د سومنات په بهانه
بیا چې شي تازه زاړه یادونه روغانیه
خدای دې سوات ته راوله د سوات په بهانه
روغانی
ځي نن میکدې ته د جومات په بهانه
چل یې وي دیدن ته مرشد هسې بهانه شي
وکړي ملاقات د ملاقات په بهانه
خپله دینداري لکه دانه په دام کې کیږدي
وخوري هندوستان د سومنات په بهانه
بیا چې شي تازه زاړه یادونه روغانیه
خدای دې سوات ته راوله د سوات په بهانه
روغانی
که مستي دروېشانه ده، که مستي ده سلطاني
يو آمير دے مستانه دے، بل فقير دے مستانه دے
بس هم دومره تفاوت دے، د غني او روغاني
(ارواښاد روغانې بابا)
که مستي دروېشانه ده، که مستي ده سلطاني
يو آمير دے مستانه دے، بل فقير دے مستانه دے
بس هم دومره تفاوت دے، د غني او روغاني
(ارواښاد روغانې بابا)