##pashtopoetry
پرُون پۀ غلا دَ قَوميت خبرې
نن هغه چغې پۀ دُنيا اُوختې

دَ روغاؔني هغه دَروغ خبرې
څۀ به رښتيا شي څۀ رښتيا اُوختې

#روغانے
#PashtoPoetry
November 19, 2024 at 10:47 AM
د شوګيرو زمانه تېره شوله
اوس به عنقا نه وې نور بيا خوبونه
شو روغانے د خاورو لاندې اوده
راګرځوې به خپل قضا خوبونه
#روغانے
#PashtoPoetry
November 19, 2024 at 10:44 AM
چی سرور په غم کښې روک شی
نشه حلاصه شی په جام کښې

او خيام ده ميخانې نه
توبه ګار شی په مښام کښې

#Pashto
#Poetry
#PashtoPoetry
#Bluesky
#Followers
November 25, 2024 at 9:46 AM
خان دے کۀ مُلا دے کۀ پيران دي پورته ښکته
ستا نه مَرَوَر دي دغه درې سُپَر طاقته
اوس کوه دُعا چې ﷲ خېرکړي روغانيه!
وَر دې وْړه بې وخته دَ بَلا کوَنې له ګوَته

#روغانے
#PashtoPoetry
November 19, 2024 at 10:46 AM
ای د اعتدال دښمنه ځان د خوار و زار کړو
ستا د انتها نتیجې سپورې ووتې
شه داخل په دین کې دومره څومره چې پکار وي
ته دومره داخل شوې چې ترې پورې ووتې
عبدالرحیم #روغانی
#PashtoPoetry
November 23, 2024 at 12:23 AM
ماله خواهش بل له خاهست ورکوې دغه ازمیخ د امتحان مې وجنې
هلته به جوند راکړې د حورو سره دلته د حورو په ارمان مې وجنې
#روغانې بابا
#PashtoPoetry Poetry
November 21, 2024 at 12:31 AM
چې سَره کښېني پۀ ورورۍ اتفاق
پۀ خپلو پښو د اودرېدو شي خلک

آګاه چې ځان د ژوند پۀ قدر نه کړي
د خپله لاسه پۀ سلګو شي خلک

#روغانے
#PashtoPoetry
November 19, 2024 at 10:47 AM
وخت سره زاهد رنګونه اړوي بدلیږي
ځي نن میکدې ته د جومات په بهانه

چل یې وي دیدن ته مرشد هسې بهانه شي
وکړي ملاقات د ملاقات په بهانه

خپله دینداري لکه دانه په دام کې کیږدي
وخوري هندوستان د سومنات په بهانه

بیا چې شي تازه زاړه یادونه روغانیه
خدای دې سوات ته راوله د سوات په بهانه

#روغانی
#PashtoPoetry
November 21, 2024 at 12:27 AM
دا خو بهېږې او بهېږې خـدايه
دا زما وينه رنګ راوړې او کنه

#خــــالق #زيــــار

#کــرمـــه
#PashtoPoetry #Pashtobooks #Pashto
November 21, 2024 at 6:28 PM
هغه غټ جومات ته خوبان ځي راځي
زړۀ کښې د ملا صېب ايمان ځي راځي
بوي چې د ځوانۍ پۀ چا کښې اولږي
روح له ئې د مينې شيطان ځي راځي
مينه کښې آسمان هم څڅوي اوښکې
دا چې پۀ سپرلي کښې باران ځي راځي
شولو روغــانــے پۀ شاعرۍ کښې پير
خوا له ئې نامتو شاعران ځي راځـي
#PashtoPoetry
November 21, 2024 at 12:32 AM
یمه بوډا خو په غـــوګـــــونو کښې ګلونه ږدمه
ښکلې چې او وينم په زړۀ باندې لاسـونه ږدمه

د ســـــرو کافـــرو اننګــو کافــرو شونډو خلاف
جهاد ته ځـــان تيارٶم ځانلــــه غاښــــونه ږدمه

روغانے بابا 😘
#PashtoPoetry potery
November 21, 2024 at 12:29 AM
هغه ژوند ورپکښې نه وي کوم چې ژوند ګڼلے کيږي
کۀ وطن لکه جنت وي خو نظام چې ئې ګنده وي
#روغانے
#PashtoPoetry
November 19, 2024 at 10:45 AM
March 25, 2025 at 2:06 AM
Jwand Hum Der Ajeba Da 😘🥲

#pashtopoetry
@mihnatgulhamdard.bsky.social
November 20, 2024 at 4:07 AM
خلک شوګــير کوې مــنزل پله ځې
موږ يو چې تل د خوب اشرې کٶو

خالق زيار
#PashtoPoetry
November 20, 2024 at 6:29 AM
بیا دســمبر دے اؤ زۀ بیا د خـاورو څلي شمارم
څومره پۀ پټه خُولۀ یاران د قافلې نه ووځي

رياض تسنيم

#Poetry
#Pashto
#PashtoPoetry
#Literature
#PashtoLiterature
December 2, 2024 at 4:57 PM

ويني ته اوبه وایه که ژوند کوی
سپینې سپینې مه وایه که ژوند کوی
#post-container
#PashtoPoetry
November 23, 2024 at 1:53 PM

راشه اشنا لږ خو انصَاف دَ عدالت اُوګوره
کۀ دَ خپل حق تپوس کوې عزت بائېللے ګڼه
کۀ دَ ګرېوان تپوس کوې قميص به بائېلې پکښې
کۀ دَ قميص تپوس کوې پرتُوګ دې تَلے ګڼه

#روغانے

#PashtoPoetry #Pashtobooks #Pashtokpk
November 21, 2024 at 6:24 PM
To read more, click the link, spinetimes.pk/ghani-khan-a... or visit our website, The Spine Times.

If you want to publish your article, send it to us at [email protected]

#GhaniKhan #PashtoPoetry #MysticPhilosopher #LewaniPhilosopher #PashtoLiterature #ArtAndPoetry
December 26, 2024 at 6:01 AM
خپله ګناه پۀ بَل تَپل چر ته انصاف خونه دے
ضمير چې خپل قُصور تسليم کړو نو شېطان ترې اووت
#روغانے
#PashtoPoetry
November 19, 2024 at 10:48 AM
د فن د خرڅ هنر مو زده نه کړلو
د دغې ګټې کاروبار نه راځې
ګران د زړګي پرهر په څه وګڼډې
چې یی په لاس د زلفو تار نه راځې
اروښاد #اګران #الله #ګران صیب
#PashtoPoetry #UrduPoetry
December 11, 2024 at 12:52 PM
عجب شے پسماندګي ده، عجيبه وي مزاجُونه
پۀ نرمۍ باندې سختيږي پۀ سختۍ باندې نَرميږي

شرافت بېغيرتي وي، بزدلي وي کمزوري وي
هر سړے دَ چُونې ګټ وي پۀ اُوبو باندې ګرميږي

#روغانے
#PashtoPoetry
November 19, 2024 at 10:48 AM
To sit on the side of the wise in the world of knowledge

I laugh at them, I laugh at myself
I became crazy with thoughts, I was tired of searching

But I finally came to this, I don't understand, I don't understand
#Ghanikhan
#Pashtopoetry
November 18, 2024 at 5:19 AM
دَغه هوښيار دے چې خپل سوُد پېژني زيان پېژني
ددې نه مخکښې دَ انسان پۀ شکل ځان پېژني
#روغانے
#PashtoPoetry
November 19, 2024 at 10:46 AM
چې ناتوان په څه نسبت دے ھومرہ پړ دے
چې په لاس کې ئې لوړ دے ھغه وړ دے

فطرتاً انسان غاصب دے بې له ضبطه
د جامو د لاندې هر سړے لغړ دے

دولت خود د ژوندانه د پاره شرط شو
چې مفلس دلته د مرګ نه مخکې مړ دے

لا تهذيب شګفته نه دے روغانیه
چې شريف سړے تر اوسه لا ګيدړ دے

عبدالرحیم روغانے بابا
#PashtoPoetry
November 21, 2024 at 12:31 AM